پوسټ کوډ ۲۳۷۰۹۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰ ۰۹:۴۷

دفاع وزارت: د بدخشان کران او منجان کې د طالبانو برید په شا تمبول شوی

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د بدخشان کران او منجان ولسوالۍ کې یې د طالبانو برید په شا تمبولی دی.

وزارت نن سې شنبه (د چنګاښ په ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغلته د هوایي ځواک په ملتیا د امنیتي ځواکونو او پاڅونوالو په عملیاتو کې ۳۲ طالبان وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي دي.

وزارت په کران او منجان کې د طالبانو د برید څرنګوالی نه دی مشخص کړی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا یې کړې چې تازه یې د بامیانو سیغان او د لغمان علینګار ولسوالۍ نیولي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement