پوسټ کوډ ۲۳۶۹۱۲
نیټه خپرول: شنبه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰ ۰۹:۱۸

خلیلزاد: د جګړې زیاتېدو تمه مې درلوده، خو د طالبانو پوځي پرمختګ حیران کړی یم

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وایي، چې د طالبانو له خوا د جګړې زیاتوالی ورته د تعجب خبره نه‌ده، خو په خبره یې د طالبانو پوځي پرمختګ حیران کړی دی.

نوموړي په یوې ټلویزیوني مرکه کې ویلي، طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې ده، خو د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نه‌لري.

زه تعجب نه کوم چې جګړه ډېره سخته شوې، خو زه د طالبانو پرمختګ حیران کړی یم. هیله کوم چې افغان وسله وال ځواک به د خپلو متحدینو په مرسته دغه پرمختک په شا وتمبوي

نوموړي ویلي، چې طالبا د ولایتونو پر مرکزونو به بریدونه نه کوي، او که یې وکړل امریکا به د کړیو ژمنو حساب ورسره کوي او مسوول به یې بولي.

ښاغلي خلیلزاد دغه خبرې په داسې مهال کړي، چې په افغانستان کې جګړو تر بل هر وخت زیات زور اخیستی دی.

##د_طالبانو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement