پوسټ کوډ ۲۳۶۹۱۱
نیټه خپرول: شنبه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰ ۰۹:۰۸

امریکا: په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه‌کېدو لپاره د نړیوالو فشار ته اړتیا ده

امریکا په افغانستان کې وروستیو ته په کتو ویلي، چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې په دغه هېواد کې د امنیتي وضعیت د ښه‌کېدو لپاره د جګړې پر ښکېلو غاړو فشار زیات شي.

د امریکا د دفاع وزیر «لویډ اسټن» ویلي، په افغانستان کې جګړې ورځ تر بلې زور اخلي، چې نور د امنیتي وضعیت د ښه‌کېدو لپاره د نړیوالو فشار ته اړتیا ده.

د اسټن په خبره، چې نړیوال باید د جګړې پر ښکېلو غاړي فشار راوړي، چې په  هېواد کې د جګړې د ختمولو لپاره له سیاسي حل‌لارو استفاده وکړي او د جګړو په ډګرونو کې د وینې تویېدلو مخنیوی وکړي.

هغه دا هم ویلي، چې افغانان اوسمهال د یوه داسې حکومت غوښتونکي دي، چې دوی یې په اصلي مانا غواړي.

د امریکا د دفاع وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څه وخت مخکې ناټو هم ویلي وو، چې د افغانستان امنیتي وضعیت له نږدې څاري او زیاته  کړې یې وه، چې د سولې د ټینګښت په خاطر سیاسي جوړجاړی وشي.

بلخوا د امریکا ولسمشر «جو بایډن» وړمه ورځ د افغانستان په اړه د خپلې پالیسۍ د اعلان پر مهال وویل، چې افغانان باید پخپله د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement