پوسټ کوډ ۲۳۶۸۷۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰ ۱۴:۱۹

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د 'اپټا' تړون ۶ میاشتې غځیږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د 'اپټا' تړون ۶ میاشتې غځیږي

نن پنجشنبه(د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) په کابل کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ یا 'اپټا ' تړون د شپږو میاشتو لپاره تمدید او لاسلیک کېږي.

دغه تړون به د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریاني او د پاکستان د لومړي وزیر د اقتصادي سلاکار عبدالرزاق داوود ترمنځ په انلاین بڼه لاسلیک شي.

د سواګرۍ او صنعت وزات ویاند فواد احمدي نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تړون له مخې به ټرانزیټي او سوداګریزې ستونزې هوارې شي.

د لارې په اوږدو کې د اخاذیو اخېستل،د پاکستان له لوري سرغړونې او سکېن ماشینونو کې ستونزې هغه ستونزې دي چې افغان سوداګر ورسره مخ دي.

نوموړي وویل چې دا مهال د نړېوالې سوداګرۍله اصولو سره سم په معياري ډول د اپټا تړون په تمدید کار روان دی او ډېر ژر به عملي شي.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د اپټا تمدید د پای ته رسېدو تر وخته کېدای شي، د دغه تړون نوې بڼه لاسلیک ته چمتو شي.

افغانستان ټېنګار کوي چې د اپټا تړون نوې بڼه باید د سوداګرۍ نړیوال سازمان پر معیارونو برابره جوړه شي.

که د اپټا تړون د نړیوال سازمان له معیارونو سره سم جوړ شي، پر بنسټ به یې افغان سوداګر وکولای شي د پاکستان له لارې هند ته د خپلو سوداګریزو مالونو کچه ډېره کړي او په بدل کې به یې پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریزه لار پیدا کړي.

د اپټا تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د امریکا متحدو ایالاتونو په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement