پوسټ کوډ ۲۳۶۷۸۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰ ۱۰:۴۲

د اروپا فوټبال؛ ایټالیا وتوانېد پایلوبې ته لار پیدا کړي

د اروپا د ملتونو جام د سیالیو په لړ کې تېره شپه ایټالیا وتوانېد پایلوبې ته لار پیدا کړي.

د ایټالیا او هسپانیا ترمنځ دې مسابقه کې لومړی ګول ایټالیا په شپېتمه دقیقه کې وواهه چې وروسته هسپانیا هم په اتیایمه دقیقه کې ګول وکړ او لوبه ۱ د ۱ په وړاندې مخ ته لاړه.

بالاخره د پانلټي توپونو پر مهال ایټالیا وتوانېد دغه مسابقه ۴ د ۲ په وړاندې وګټي.

د نیمه پایلوبې بله مسابقه د چهارشنبې په ورځ د انګلستان او ډنمارک ترمنځ کېږي.

د اروپا د ملتونو جام د فوټبال سږنۍ سیالۍ د جون له ۱۱مې نیټې پیل شوې او تمه ده را روانه یکشنبه یعنې د جولای پر یوولسمه پای ته ورسېږي.

د اروپا کپ د تېر میلادي کال اتل پرتګال، د درېیو جامونو اتل جرمني او د دوو دورو اتله فرانسه چې د اتلولۍ دعوه داران وو، سږ کال ان تر کوارټرفاینل هم ونه رسېدل.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement