پوسټ کوډ ۲۳۶۱۹۹
نیټه خپرول: شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۰ ۱۱:۵۷

افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۸ طالبان وژلي

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو چاڼیز عملیات، هوايي بریدونه او له یادې ډلې سره مخامخ جګړې ترسره کړې، چې په پایله کې یې ۳۸۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات غزني، لوګر،کندهار، فاریاب، بلخ، هلمند، کندوز، بغلان، بدخشان او کابل ولایتونو کې ترسره شوی، چې په نتیجه کې یې ۲۴۸ طالبان وژل شوي، ۱۳۷ ټپیان شوي او ۱۲ نور یې افغان ځواکونو ژوندي نیولي دي.

د سرچینې په خبره په یادو عملیاتو کې د طالبانو ۴۲ کړۍ هغه ماینونه، چې د عامو خلکو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، هم د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.
ملي دفاع وزارت یاد خبر په داسې حال کې خپروي، چې په ټول هېواد کې د طالبانو د ځپلو په موخه د افغان ځواکونو عملیات پیل شوي، چې طالبان یې له ګڼ شمېر سیمو څخه تېښتې ته اړ کړي دي.

تېره ورځ د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ویلي و، چې طالبان ښکار جګړو ته راووتل او اوس به یاده ډله سخته وځپل شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement