پوسټ کوډ ۲۳۶۱۴۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۰ ۱۵:۵۹

هلمند کې د القاعده او طالبانو ګډ مرکز، افغان ځواکونو؛ له منځه وړی

د میوند قول اردو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان ځواکونو په هلمند کې د القاعدې ډلې څلور غړي وژلي دي.

افغان ځواکونو نن سهار د هلمند د سنګین ولسوالي په «زاړه بازار» سیمه کې د طالبانو د اړیکو پر یو مرکز هوايي برید کړی، چې القاعدې ډلې د خپلو جنګیالیو او د اړیکو په موخه کاراؤ.
یاد مرکز د هند د نیمې وچې لپاره د القاعدې ډلې د غړو په مرسته جوړ شوی وو.
افغان ځواکونو په یاد هوايي برید کې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعدې شبکې غړي «اسلم او فاروق له پاکستان څخه او منظور عالم او حبیب له بنګلادیش څخه»وژلي دي.
په یاد هوايي برید کې د طالب قومندان « حاجي احسان» په شمول شپږ تنه هم نور وژل شوي دي.
باید یاده شي، چې څه موده وړاندې امریکايي چارواکو، د سي ای اې مشر او د افغان سولې لپاره د امریکا استازي خلیلزاد ویلي وو، چې طالبان او القاعده ډله سره ګډ پټنځایونه لري.
دغه راز وار ژورنال هم د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو، چې القاعده او طالبانو د خپلو جنګیالیو د روزنې په موخه له ګډو پټنځایونو کار اخلي او دوی سره پراخې اړیکې لري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement