پوسټ کوډ ۲۳۶۱۳۲
نیټه خپرول:
پنج شنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۰
۱۳:۰۱
- 0 څرګندونه
- چاپ
ایران کې د بس اوښتو پېښه؛ ۲ خبریالان مړه شوي ۲۱ ټپیان دي

د اېرنا په نامه د ایران یو دولتي خبري اژانس وايي، چې د دې هېواد لوېدیځ کې، پرون چهارشتبه د بس اوښتو پېښه کې لږ تر لږه دوه خبریالان مړه شوي او ۲۱ نور ژوبل دي.
د اېرنا په وینا، بس کې ۲۵ خبریالان وو او له تهرانه، د ایران لوېدیځ اذربایجان ایالت ته د بیارغاونې یوې پروژې لیدو ته روان ول.
لا نه ده معلومه چې بس څرنګه اوښتی دی؟
چارواکو ویلي مړه شوي خبریالان، د مشهېد کریمي او ریحانه یاسیني په نامه دي.
د چارواکو په وینا، ژوبل شوي خبریالان روغتون ته رسول شوي.
د شمېرو پر بنسټ ایران کې ټرافیکي پېښو کې هر کال لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ کسان مړه کېږي.