پوسټ کوډ ۲۳۶۰۷۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۰ ۱۴:۳۱

ملګري ملتونه: طالبانو د ژمنې خلاف بریدونه زیات کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا یوناما مشره وايي، په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د پوځي عملیاتو زیاتوالی، په «مستقیم ډول» د دغه ډلې د رهبرۍ د ژمنو او بیانونو خلاف دی.

دبیرا لاینز د سې شنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه انلاین ناسته کې د افغانستان په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل چې طالبانو په تیرو شااوخوا دوو میاشتو کې ۵۰ ولسوالۍ نیولي دي.

نوموړې زیاته کړې چې له افغانستان څخه د نړیوالو سرتیرو تر وتلو وروسته د دغه ډلې وسله وال هڅه کوي د ولایتونو پر مزکونو بریدونه وکړي او هغه ونیسي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشرې همدرانګه زیاته کړې چې د طالبانو لخوا د «تاوتریخوالي اوږدوالی او زیاتوالی» به په تیرو ۲۰ کلونو کې د جوړو شوو تاسیساتو د ویجاړېدو لامل شي.

دبیرا لاینز خبرداری ورکړ چې د زور له لارې په افغانستان کې د یو «تحمیلي» حکومت په اړه هر ډول هڅې د افغانستان د خلکو د ارادې او نړیوالې ټولنې او سیمې هیوادونو د رسمي موقف خلاف دي.

هغې د استانبول سولې ناستې کې د نه ګډون په اړه طالبان مقصر وبلل او زیاته یې کړه چې طالبانو په دغه ناسته کې د ګډون بلنې ته رسمي ځواب نه دی ویلی.

د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته چې ټاکل شوې د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شوې وای، خو ویل کیږي چې د طالبانو د نه لېوالتیا له امله دوه ځلې ځنډېدلې ده.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر لندا توماس ګرینفلیډ طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د پوځې لارې انتخاب، د مشروعیت تر لاسه کېدو لامل نه کیږي.

دغه امریکايي چارواکي وویل چې نړۍ به د «اسلامي امارت» رامنځته کېدل یا داسې حکومت چې د پوځي لارې په افغانستان کې رامنځته شي په رسمیت ونه پيژني.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان لپاره پوځي حل لارې شتون نلري او په خبره یې یوازې یو ټولشموله سیاسي توافق چې د افغانانو په مالکیت د مذاکراتو له لارې رامنځته شي، کولای شي په دغه هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement