پوسټ کوډ ۲۳۶۰۶۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۰ ۱۳:۱۱

اتمر: طالبان نړیوالو ترهګریزو شبکو سره اړیکې او ګډې موخې لري

طالبانو له امریکا سره د دوحې پر هوکړې عمل نه دی کړی؛ بلکې لا هم ترهګریزو ډلو سره پراخې اړیکې لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا ته د وینا پر مهال وويل، چې طالبان له امریکا سره د ۲۰۲۰ کال د شوې هوکړې پر خلاف روان دي او ورځ تر بلې یې افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړېږي.
طالبان یوازې له القاعدې ډلې سره نه؛ بلکې له لشکرطیبه، د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یا 'ETIM' او د ازبکستان اسلامي غورځنګ یا 'IM" سره هم پراخې اړیکې لري.
حنیف اتمر زیاته کړې، چې طالبانو تر هر بل وخت اوسمهال د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې، چې هره ورځ په کې ملکي وګړو او عامه تاسیساتو ته زیان اوړي.
په ورته وخت کې د یومانا مشرې دبیورالاینز هم په یادې غونډې کې ویلي، چې د تېر په تله تېرو دریو میاشتو کې د طالبانو د تاوتریخوالي کچه ۲۹ سلنه لوړه شوې ده.
نوموړې زیاته کړې، چې د افغانستان د روانې جګړې یوازینۍ حل لاره مذاکرات دي.
نوموړې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا غږ کړی، چې باید د روانې جګړې مخه ونیسي؛ ځکه پایله به یې پر ښکېلو هېوادونو هم اغېز وکړي.
دیبورالاینز تر دې مخکې هم له طالبانو غوښتي وو، چې د جګړې پر ځای دې د سولې خبرې پر مخ یوسي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement