پوسټ کوډ ۲۳۶۰۵۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۰ ۱۲:۱۸

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: افغانستان کې د طالباني نظام د حاکمیت غوښتونکي نه یو

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وایي، چې طالبانو په دې وروستیو کې عامه تاسیسات او ملکي وګړي په نښه کړي، چې بشري جنایت دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون په غونډې کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې په هېڅ ډول د طالباني نظام غوښتونکي نه دي.
په یاده غونډه کې د امریکا، بریتانیا، استونیا او د یوناما مشرې هم ویلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې عامه تاسیسات په نښه کړي او د دوی په ماین چاودونو کې ملکي وګړي وژل کیږي، چې د اندېښنې وړ دي.
طالبان د جګړې پر مهال بشري حقونو ته پام نه کوي، چې بشري جنایت ګڼل کیږي.
دوی ويلي، چې افغانستان کې باید د دوه تېرو لسیزو لاسته رواړنې په ځانګړې توګه د ښځو حقوق باید خوندي شي.
باید یاده شي، چې طالبانو پرون په فاریاب کې د نجونو ښوونځی سوځولی او نن یې په کونړ کې ملکي روغتون په هاوان ویشتلی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement