پوسټ کوډ ۲۳۵۹۹۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ ۱۲:۰۷

افغان ځواکونو لغمان کې ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

افغان ځواکونو له تېرې شپې راهیسې د لغمان ولایت په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې عملیات ترسره کړي، چې لاهم روان دي.

د لغمان ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو علمیاتو پر مهال الینګار کې ۸ تنه طالبان وژل شوي، ۶ ټپیان دي او الیشنګ کې بیا ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره یادو عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي اولاهم په یادو ولسوالیو کې افغان ځواکونه د طالبانو په لټه کې دي.

په ورته مهال ځايي خلكو هم سیحو نیوز ته ویلي، چې له تېر ماښام راهیسي طالبان له کلیو تښتېدلي او غرنیزو علاقو ته تللي دي.

باید یاده شي، چې پرون ماښام د افغان ځواکونو له عملیاتو سره سم طالبانو د لنډ وخت لپاره جګړه هم وکړه، چې د دوی له لوري د هاوان یوه مرمۍ د ملکي خلکو پر کور ولګېده، چې په پایله کې یې یو ماشوم مړ او ۴ نور ټپیان شول.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement