پوسټ کوډ ۲۳۵۹۳۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۰:۵۶

خوست هوايي ډګر ته لومړنۍ نړيواله الوتنه ترسره شوه

د خوست هوايي ډګر چې رغنیزې چارې يې بشپړېدو ته نږدې دي او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، نن سهار په کې له متحده عربي اماراتو څخه د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکې خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه.

د چارو ادارې رئيس محمود فضلي په خپل ټوېټر ليکلي چې نن سهار ۸:۱۰ دقيقي د لومړي ځل لپاره د عربي متحده اماراتو نه په مستقيمه توګه د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکې په خپلې لومړۍ الوتنه کې شاوخوا ۹۰ افغان مسافر په مستقيمه توګه د خوست هوايي ډګر کې راکښته شوه.

نوموړي همداراز ويلي چې نور زموږ خواریکښ او متشبث خوستیان مستقیماً له اماراتو خوست ته ځي او راځي.

د خوست هوايي ډګر د رغولو چارې د افغان حکومت په مالي لګښت ترسره شوي چې د چارواکو په وينا ډېر ژر به په رسمي توګه پرانيستل شي.

په ورته وخت کې د خوست ځايي اوسېدونکي او عام وګړي د ياد هوايي ډګر د جوړېدو له امله خوښ دي او وايي چې هيله ده دغه هوايي ډګر ته نړيوال هوايي ډګر نوم ورکړل شي، ځکه چې دغه هوايي ډګر په ټولو نړيوالو معيارونو برابر رغول شوی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement