پوسټ کوډ ۲۳۵۹۳۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۰:۵۰

افغان ځواکونو ۲ ولایتونو کې ۵۲ طالبان وژلي

افغان ځواکونو د هلمند ولایت نهرالسراج، ناوې او د نېمروز ولایت د خاشرود ولسوالي په مربوطاتو کې پر طالبانو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۹۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

له میوند قول اردو څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې یادو عملیاتو کې د طالبانو دوه مهمو قومندانانو "قاري نصرت" او "ملاعبدالغفار" مشهور په "فرقاني" او د یو ډلګي مشر«محیب» په ګډون ۵۲ طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره په افغان ځواکونو همدا راز په یادو عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر وسلې، مهمات او پټنځایونه هم له منځه وړي دي.

باید یاده شي، چې اوس مهال په دواړو ولایتونو کې د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو د ځپلو په موخه عملیات جریان لري، چې طالبان له ګڼ شمېر سیمو څخه تېښتې ته اړ شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement