پوسټ کوډ ۲۳۵۹۱۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۶:۵۴

حنیف اتمر: القاعده شبکه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې فعالیتونه ترسره کوي

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ترکیه کې د انتانیا غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان کې د القاعده ډلې غړي په ۱۱ ولایتونو کې عملآ په ترهګریزو کړنو بوخت دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې له القاعده ور هاخوا اوس مهال افغانستان کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ترهګره ډله، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د امام بخاری کتیبه او ځینې نورې ډلې ترهګریزې ډلې فعالیتونه ترسره کوي.

اتمر که څه هم د ټولو ولایتونو نومونه نه دي یاد کړي؛ خو ویلي یې دي، چې د ترهګرو ډلو ډېری فعالیتونه په کندز او فاریاب ولایتونو کې متمرکز دي.

حنیف اتمر یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د فاع وزیر هم ویلي و، چې ښايي افغانستان کې د راتلونکو دوه کلونو په موده کې القاعده ډله واک ته ورسیږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement