پوسټ کوډ ۲۳۵۸۷۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۱:۰۶

لغمان او ننګرهار کې د افغان ځواکونو له لوري ۲۳ طالبان وژل شوي

د افغان ځواکونو په مخامخ جګړو کې د ننګرهار شېرزاد او حصارک ولسوالیو او د لغمان په الیشنګ کې ۲۳ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

ختیځ کې د سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسؤل وايي، چې افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې له طالبانو سره د مخامخ جګړې پر مهال ۲۱ طالبان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د نوموړي په خبره دغه راز بیا د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالي کوټالۍ سیمه کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې د طالبانو د یو نښان ویشتونکي په ګډون ۲ طالبان وژل شوي او یو بل یې مرګونی ټپي شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په یادو بریدونو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او دغه راز ګڼ شمېر سیمې د یادې ډلې له شتون څخه پاکې شوې دي.

باید یاده شي، چې اوس مهال د افغان ځواکونو له لوري په ننګرهار کې د طالبانو پر وړاندې سخت چاڼیز عملیات پیل شوي، چې افغان ځواکونه په کې د پرمختګ په حال کې دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement