پوسټ کوډ ۲۳۵۸۷۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۰:۴۵

شهرزدا اکبر: طالبان د تاسیساتو په ورانولو سره د ټول افغانستان د ورانولو فکر لري

طالبانو په ټول افغانستا کې د تاسیساتو ورانېدو ته مخه کړې او غواړي د دې کار په دوام سره د ټول افغانستان د ورانولو ماموریت ترسره کړي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسون مشرې شهرزاد اکبر پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د طالبانو له لوري د ولسوالیو اقتصادي محاصره، تاسیسات ورانول او بندیان وژل په ښکار ډول د اسلام اساساتو خلاف عمل دی او یاده ډله غواړي، چې افغانستان بېرته پخوانیو کلونو ته ورستون کړي.

نوموړې ویلي، چې د طالبانو یاد اعمال به افغانستا کې یو لوی ناورین رامنځته کړي، چې بیا به یې مسؤلین هم طالبان وي.

باید یاده شي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ملکي خلکو وژلو او د عامه تاسیاستو ورانولو ته ادامه ورکړې، چې ګڼ شمېر ودانۍ، روغتیايي مراکز، سرکونه او مکتبونه یې وران کړي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement