پوسټ کوډ ۲۳۵۶۶۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۲:۰۹

ناټو د کابل نړیوال هوايي ډګر د فعالیت تمویلولو په اړه موافقه وکړه

د ناټو مشرانو له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته، د کابل نړیوال هوايي ډګر د فعالیت د تمویلولو په اړه موافقه کړې ده.

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د ناټو ۳۰ غړیو هېوادونو په غونډه کې ویلي، چې دوی به د کابل نړیوال هوايي ډګر د فعالیت د تمویلولو برخه کې پر خپله ژمنه عمل وکړي.
نوموړي ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر فعالیت، د ناټو او او نړیوالو اړیکو د ساتلو په موخه اړین ګام دی.
سټولټنبرګ زیاته کړې، چې د کابل هوايي ډګر د ساتلو په برخه کې ترکیه خپله اساسي ونډه لري. 
د یادې غونډې په پای کې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د ناټو د دېپلوماتیک، نړیوال حضور او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو ساتلو په موخه باید یاد ډګر فعال پاتې شي.
دغه راز د ناټو غړیو هېوادونو په ياده غونډه کې ویلي، چې دوی به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement