پوسټ کوډ ۲۳۵۶۶۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۱:۰۷

ننګرهار کې وسله والو څلور واکسیناتوران وژلي

په ننګرهار ولایت کې د ناڅرګندو کسانو په بریدونو کې د پولیو څلور واکسین کوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا دغه کسان په مرکز جلال اباد، سره رود او خوګیاڼو ولسوالیو کې په څلورو جلا پېښو کې وژل شوي دي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست کې د کتلوي معافیت مشر ډاکتر جان محمد نن سې شنبه جون ۱۵ (غبرګولې ۲۵) امریکا غږ ته وویل چې د خوګیاڼو په چمتله کې وسله وسله والو په دوو واکسناتورانو ډزې کړي چې یو وژل شوی او یو زخمي دی. او د همدغې ولسوالۍ په کږې بازار کې هم یو واکسیناتور وژل شوی دی.

هغه وویل:" د واکسین دوه رضاکاران په سره رود ولسوالۍ کې ویشتل شوي چې دواړه وژل شوي."

ډاکټر جان محمد زیاته کړه چې دوه نور واکسیناتوران د جلال اباد ښار په درېمه ناحیه کې ویشتل شوې دي چې دواړه ټپیان دي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وایي چې دغه پېښې له اوو بجو څخه تر نو بجو پورې شوې دي او اوس یې په ښار او ولسوالیو کې د واکسین کمپیاین درولی دی.

د پولیو د مخنوي لپاره د واکسین دغه کمپیاین تېره ورځ پیل شوی و.

د ننګرهار امنیتي چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په روان کال کې په ننګرهار ولایت کې د واکسین پر کار کوونکو دوهم مرګونی برید دی چې رامنځته کیږي.

د روان ۱۴۰۰ کال وري میاشتې پر لسمه په جلال اباد ښار کې د پولیو واکسین پر ښځینه کار کوونکو ډزو کې درې ښځینه واکسین کوونکې ووژل شوې.

تر دا مهاله ددغه پېښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement