پوسټ کوډ ۲۳۵۶۳۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۵:۴۶

پاکستاني پوځیان؛ یو ځل بیا د بلوچ جنګیالیو کمین کې لویدلي

د بلوچستان په اواران ولسوالۍ «بارګیرګزي» سیمه کې پاکستاني پوځیان د بلوچ جنګیالیو په کمین کې لویدلي، چې ۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د یادې ډلې ویاند ګهرام بلوچ سیحون نیوز ته په رالېږلې خبرپاڼې کې ویلي، چې تېره ورځ د دوی ملګرو په بارګیرګزي سیمه کې د پاکستان پوځیانو ته کمین نیولی و، چې په پایله کې یې ۲ پاکستاني پوځیان وژلي او ۴ نور یې سخت ژوبل کړي.

نوموړي همدا راز ټینګار کړی، چې بلوچ جنګیالي به تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې د پاکستان د پوځ پر وړاندې جګړه جاري وساتي؛ ترڅو له یاد حکومت څخه خپلواکي ترلاسه کړي.

باید یاده شي، چې دوه ورځې وړاندې هم بلوچ جنګیالیو  په دوه مختلفو پېښو کې ۱۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement