پوسټ کوډ ۲۳۵۶۳۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۵:۴۱

د کندز خان‌ اباد ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله ـ دفاع وزارت

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو طالبانو ته د درنې مرګ‌ ژوبلې په اړولو سره د کندز د خان‌ اباد ولسوالي بېرته نیولې ده.

د طالبان یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې افغان ځواکونه نن سهار د کندز ولایت د خان‌اباد ولسوالۍ له مرکز، امنیه قوماندانۍ او نورو اړوندو سیمو څخه وتلي او دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالب جنګیاليو تر کنټرول لاندې راغلې ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د دوشنبې په ورځ د جون ۱۴ (غبرګولي ۲۴) وویل چې افغان ځواکونو د کندز د خان‌اباد ولسوالي بېرته نیولې او طالبانو ته یې درنه مرګ‌ ژوبله اړولې.

فواد امان زیاته کړه: "تازه دمي ځواکونه ولسوالۍ ته رسېدلي او چاڼیز عملیات دوام لري".

د کندز سیمه‌ ييزو امنیتي چارواکو هم د افغان ځواکونو له لوري د خان‌اباد ولسوالي بېرته نیول تائید کړي دي.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند انعام‌الدین رحماني امریکا غږ ته وویل تېره شپه په خان‌اباد ولسوالۍ باندې د طالبانو له برید ورسته افغان ځواکونو له دغې ولسوالۍ شاتګ وکړ او د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره یې په طالبانو بریدونه پیل کړل.

هغه وویل: "امنیتي او دفاعي ځواکونه څو شیبې وړاندې د ولسي پاڅونوالو په مرسته د ولسوالۍ ودانۍ ته دننه شول او اوس په بازار کې د امیني او دفاعي ځواکونو او تروریستانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده".

د کندز د پولیسو ویاند په دغو نښتو کې دواړو خواو ته د اوښتې مرګ‌ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

طالبانو تراوسه په دې اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی.

همداشان د افغانستان په شمال کې سرچینې وايي چې طالبانو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالي نیولې ده.

یوې دفاعي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وايي چې د سرپل د صیاد ولسوالۍ تېره شپه په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلې ده.

طالبان د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ نیول تائید کړي او ویلي یې دي چې ډيره وسله، مهمات او ګڼ وسائط د دغې ډلې د جنګیالیو لاس ته ورغلي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement