پوسټ کوډ ۲۳۵۶۱۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۳:۴۸

جوبایډن د ناټو غړو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن به نن له ناټو غړو هېوادونو سره د افغان سولې او له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتلو خبرې وکړي.

یو شمېر بهرنۍ رسنۍ وايي، چې یادې غونډې کې به د ناټو ۳۰ غړي هېوادونو استازي ګډون ولري او د افغان سولې او یاد هېواد کې د روان وضیعت په اړه به یوې پرېکړې ته ورسیږي.
دغه راز یاد هېوادونه به په نننۍ غونډه کې له افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو سره د مرستې په تړاو هم خپل بحثونه شریکوي، چې په کومو مواردو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي و، چې په یاده غونډه کې به د افغانستان مسئله تر ټولو اړینه وي او یوې پرېکړې ته به سره ورسیږي.
باید یاده شي، چې څو ورځې وړاندې د پنټاګون یو مهم غړي ویلي و، چې ښايي امریکا  به بېرته خپل سرتیري افغانستان ته راولیږي.
د امریکایي سرتېرو د وتلو پروسې سره سم د طالبانو له لوري د ملکي وګړو د وژنې کچه لوړه شوې او نړیوال هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کچې لوړېدو په اړه اندېښمن دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement