پوسټ کوډ ۲۳۵۵۱۸
نیټه خپرول: شنبه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۶:۲۳

د لشکر طیبه غړی؛ قومندان "ذاکر" کنړ کې ووژل شو

تېره شپه د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالي په ګلاپړۍ سیمه کې د لشکر طیبه نامتو قومندان حبیب مشهور په ذاکر د نامالومو وسلوالو لخوا وژل شوی.

د سرکاڼو ولسوال "سید زېور شاه سادات" سیحون نیوز ته وویل، چې د یاد ترهګر جنازه په مخفي توګه د پشد کلي مړستون کې خاورو ته سپارل شوې.

لشکر طیبه د پاکستان توندلارې مذهبي ډله ده، چې د القاعده نړیوال سازمان، طالبانو او داعش سره اړیکې لري.
یاده ډله هندوستان کې په زیاتو ترهګریزو بریدونو تورنه ده او لسګونه ځانمرګي یې هندوستان کې نیول شوي.

د کارپوهانو په اند؛ له څو کالو راهیسې د پاکستان دولت د لشکر طیبه ډله کنړ کې ځای پر ځای کړې، چې موخه یې داعش ډلې ته جلب و جذب او بستر هوارول ګڼل شوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement