پوسټ کوډ ۲۳۵۵۱۴
نیټه خپرول: شنبه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۵:۳۷

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۲ طالبان وژل شوي

افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر وړاندې، چاڼیز عملیات، هوايي بریدونه او له یادې ډلې سره مخامخ جګړې ترسره کړي، چې په ترڅ کې ۲۲۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو په  لغمان، غزني، لوګر، پکتیکا، مېدان وردګ، کندهار، زابل، غور، بادغیس، هرات، سرپل، فاریاب، کندوز او تخار ولایتونو کې پر طالبانو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۱۵۲ غړي وژل شوي او ۷۴ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره دغه راز په یادو عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او د یادې ډلې له لوري ۱۶ هغه ماینونه، چې د عامو خلکو په لویو لارو کې ځای پر ځای شوي وو، هم د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ هم په ټول هېواد کې ۱۶۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement