پوسټ کوډ ۲۳۵۴۵۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۵:۲۱

امریکا: د اړتیا په صورت کې پر طالبانو هوايي بریدونه کوو

امریکايي رسنیو د یو شمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې امریکايي نظامي چارواکي په دې لټه کې دي، چې څنګه د اړتیا په صورت کې پر طالبانو هوايي بریدونه ترسره کړي.

د رسنیو د راپورنو له مخې، امریکايي چارواکو ویلي، چې که طالبان د افغانستان پر لویو ښارونو، پر امریکايي وګړو او د امریکا پر سفارت بریدونه وکړي؛ نو دوی به یې سخت ځواب ورکړي او پر یادې ډلې به هوايي بریدونه ترسره کړي.

امریکايي چارواکو همدا راز زیاته کړې، چې دوی به د افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ ارزونه هم ترسره کړي او له یاد پوځ سره خپلې همکاري هم زیاتې کړي.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر امریکايي چارواکو ویلي وو، چې که طالبان پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي؛ نو دوی به ورته سخت ځواب ورکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement