پوسټ کوډ ۲۳۵۳۷۷
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۳:۲۳

امریکا: د سرتېرو د وتلو پروسې مالومات رسنیو ته نه ورکوو

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه نور له رسنیو سره مالومات نه شریک کیږي.

د امریکا د فاع وزارت ویاند جان کربي تېره ورځ په یوه غونډه کې ویلي، چې اوس مهال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ۵۰ سلنه بشپړ شوی او پاتې سرتیري هم د پلان مطابق ویستل کیږي، چې ښايي په ټاکلې نېټې به یې له افغانستان څخه وتل بشپړ شي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې دوی به له دې وروسته د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه له رسنیو سره هیڅ ډول مالومات نه شریکوي.

کربي زیاته کړې، چې د سرتېرو د وتلو امنیت یې خوندي دی او نه غواړي، چې په دې اړه امریکايي او نورو نړیوالو رسنیو ته مالومات ورکړي، چې څومره سرتیري یې له افغانستان څخه وتلي.

اوس پوښتنه دا ده، چې امریکا ولې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو په اړه مالومات له خلکو پټ ساتي؟

باور بیا دا دی، چې ښايي امریکا به یو شمېر سرتیري د خپلو اهدافو لپاره افغانستان کې پرېږدي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement