پوسټ کوډ ۲۳۵۲۹۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۶:۲۲

عبدالکریم خادم‌زی: ګیزاب ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

د اروزګان د ولایتي شورا منشي عبدالکریم خادم‌زی وايي، چې نن سهار د ارزوګان د ګیزاب ولسوالي وسله‌والو طالبانو په بشپړه توګه نیولې ده.

#خادم_زي رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت دوې نورې ولسوالۍ «چوره او چنارتو» هم د وسله‌والو تر بریدونو لاندې دي او په خبره یې که مرسته‌کوونکي ځواکونه ور ونه رسېږي، ژر به د وسله‌والو لخوا سقوط شي.

بلخوا د اروزګان د والي مطبوعاتي دفتر بیا وايي، چې د ګیزاب ولسوالي نه ده سقوط شوې، بلکې امنیتي ځواکونو یوازې تاکتیکي شاتګ کړی.

دفتر زیاته کړې، چې سیمې ته تازه‌دمي سرتېري هم رسېدلي دي.

همداراز په ولسي جرګه د #اروزګان د خلکو استازي قدرت الله رحیمي وايي، چې #ګیزاب_ولسوالي نه ده سقوط شوې، بلکې د ولسوالۍ مرکز ته نږدې د ملي اردو ځواکونو د یوه کمپ د سقوط خبر ورته رسېدلی دی.

خو د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته ویلي، چې ګیزاب ولسوالي یې په بشپړه توګه نیولې او د ګیزاب د ولسوال په ګډون ټول محاصره سرتېري دوی ته تسلیم شوي دي.

دا په د اسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د اروزګان د ولایتي شورا ځینو غړو رسنیو ته ویلي وو، چې ګیزاب ولسوالي د وسله‌والو تر ګواښ لاندې ده او اندېښمن وو، که یادې #ولسوالۍ ته تازه‌دمي سرتېري ونه رسېږي، نو له سقوط سره به مخ شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement