پوسټ کوډ ۲۳۵۲۹۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۶:۱۶

په هرات کې د ځمکني توتانو حاصلات تر پخوا ډېر شوي

په هرات کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصلات ۱۵۰ متریک ټنو ته رسېدلي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ سرپرست «بشیر احمد احمدي» نن رسنیو ته وویل چې سږ کال په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي او ښایې چې ښه حاصلات به ورکړي.

د احمدي په خبره، چې پروسږ کال په دغه ولایت کې ځمکني توتان ۱۴۰ مټریک ټنه وو.

ویل کېږي چې اوس په بازار کې د یو کیلو ځمکنیو توتانو بیه له ۲۰۰ څخه نیولې تر ۲۵۰ افغانۍ پورې ده. ځمکني توتان نیمروز، غزني، فراه، کندهار او بادغیس ولایتونو ته هم استول کېږي.

د ځمکنيو توتانو د کرکیلې لپاره مناسبه هوا او اوبه لري چې سږ کال د هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه کندهار او ننګرهار کې یې کرکېله پراخه شوې ده.

  ويټامين سي ترڅنګ په خپل ترکيب کې نور ويټامينونه هم لري چې د انسان د روغتيا لپاره ګټور بلل کېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement