پوسټ کوډ ۲۳۵۱۹۸
نیټه خپرول: شنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۲:۲۱

بلوچ جنګیالیو ۲۵ پاکستاني پوځیان وژلي

د بلوچستان د ازادي غوښتونکې ډلې ویاند جیئند بلوچ ویلي، چې د دوی جنګیالیو د بولان په ماروار سېمې کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستې برید کړی، چې تر درې ساعته محاصرې وروسته یې یاده پوځي پوسته نیولې ده.

نوموړي ویلي، د دوی جنګیالیو په یاد برید کې، ۲۴ پاکستاني پوځيان وژلي او "لانس لائک بلال" په نوم افسر یې ژوندی نیولی.
یاد افسر وروسته؛ له هغې ووژل شو، چې بلوچ قومي جرګې یې د مرګ حکم وکړ.
د ده د معلوماتو له مخې، د یادې پوځي اډې ټول نظامي تجهیزات د بلوچ جنګیالیو لاس ته ورغلي دي.
په ورته وخت کې په یاد برید کې درې بلوچ جنګیالي «هنګل مری»، «افتاب یوسف خټک» او «شاویز زهري» وژل شوي دي.
دغه راز د یادې ډلې مشر داګتر الله نظر بلوچ په توېټر پاڼه لیکلي، چې د بلوچ جنګیالیو پر مېړانه ویاړي او تر هغو به د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې جنګیږي، چې خپلواکي یې نه وي تر لاسه کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement