پوسټ کوډ ۲۳۵۰۳۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۲:۳۰

پاکستان: افغانستان سره د سوداګري کچه پراخه شوې

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په وروستیو کې له افغانستان سره په وارداتو او صادراتو کې زیاتوالی راغلی او دا کچه پورته تللې.

د پاکستاني چارواکو په وینا اوس مهال یې له افغانستان سره واردات ۲.۳۵ سلنه اود صادراتو کچه یې هم د تېر کال په پرتله ۶.۵۴ سلنه زیات شوې.

دوی همداشان زیاتوي، چې هڅه کوي افغانستان ته په خپلو صادراتو کې ډېر والی راولي، ترڅو وشي کولای، چې خپل توکي د افغانستان په بازارونو کې په وړ بیه وپلوري.

پاکستاني چارواکي افغانستان ته په داسې حال کې د خپلو صادراتو د ډېرېدو خبر ورکوي، چې اوس وخت کې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې.

درې ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي و، چې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان خیر نشته؛ خو که دلته جګړه بس کړي؛ نو افغانستان سره به یې واردات او صادرات لوړ شي.

باید یاده شي، چې څو میاشتې وړاندې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې راتلونکو دریو کلونو کې به  افغانستان ته خپل صادرات ۵ ملیارده ډالرو ته ورسوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement