پوسټ کوډ ۲۳۴۹۶۴
نیټه خپرول: يکشنبه ۹ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۵:۴۱

بایډن: افغانستان کې د القاعده او داعش ډلې لوی ګواښونه ختم شوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، چې له دې وروسته ورته له افغانستان څخه د داعش او القاعده ډلې خطر ختم شوې او یادې ډلې اوس افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي.

نوموړي تېره ورځ ویرجینیا ایالت کې په یوې غونډه کې ویلي، چې اوس مهال افغانستان  څخه د داعش او القاعده ډلې ګواښ ختم شوی او دا ګواښ نورو سیمو ته متوجه دی.

هغه په ښکاره ډول د کومې سیمې او هېواد نوم نه دی اخیستی؛ خو ویلي یې دي، چې د یادو ډلو ګواښ هغو سیمو ته دی؛ په کومو کې، چې اوس مهال القاعده او طالبان مرکزونه لري.

بایډن یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوس مهال هم افغانستان کې له طالبانو سره یو ځای د افغان حکومت خلاف د جګړې په لومړۍ کرښه کې القاعده ډله جنګیږي، چې څه موده وړاندې یې د هند د نیمې لویې وچې لپاره نومول شوی معاون هم په یاد هېواد کې ووژل شو.

بل پلو بیا د امریکا څارګرې ادارې او همداشان د پنټاګون مشران وايي، چې القاعده له طالبانو سره ژورې اړیکې لرې او دا اړیکي دا احتمال پېښوي، چې راتلونکي کې د امریکا لپاره په سرخوږي بدلې شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement