پوسټ کوډ ۲۳۴۹۶۳
نیټه خپرول: يکشنبه ۹ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۵:۳۸

طالبانو په تېره یوه میاشت کې ۷۷۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د ماین چاودنو او بریدونو له امله په تېره یوه میاشت کې ۷۷۵ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو ۲۹ ورځو کې د طالبانو ماین چاودنو کې ۲۴۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۲۷ نور یې ټپیان کړي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د جګړې پر مهال ډیری سیمې پر ماینونو پوښلي، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې سبب دي.
دوی زیاته کړې، چې طالبان اوس مهال د سړک د غاړې ماینونو چاودنو ته زور ورکړی، چې ډیری وخت د ماشومانو د مړینې لامل کیږي.
دغه راز تېره اونۍ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د طالبانو د ماین چاودنو له امله د ملکي وګړو د تلفاتو د کچې لوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
باید یاده شي، چې تېره ورځ هم په دریو ولایتونو کې د طالبانو د ماین چاودنو له امله اوو تنه وژل شوي وو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement