پوسټ کوډ ۲۳۴۹۶۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۹ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۵:۳۴

بریتانیا د خپلو سرتېرو د خوندي لېږد لپاره افغانستان ته جنګي الوتکې راولي

بریتانیا د طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي په موخه افغانستان ته خپلې جنګي الوتکې رالېږي.

د بریتانیا د بحري ځواکونو قومندان رادکین له ټایمز خبرپاڼې سره په تازه مرکې کې ویلي، چې له افغانستان څخه د خپلو او امریکایي سرتېرو د خوندي ایستلو په موخه به خپلې جنګي الوتکې راولېږي.
نوموړي ویلي، چې یادې الوتکې به د هند په نیمه وچې کې ځای پر ځای شي او که چېرته د طالبانو له لوري له بریدونو سره مخ شي؛ نو ځوابیه دفاع به ولري.
برېټانیا په افغانستان کې ۷۰۰ سرتیري لري؛ خو د جنګي الوتکو په رالېږلو سره به یې افغانستان کې لومړی جنګي ماموریت وي.
رادکین ویلي، چې که چېرته طالبان د دوی پر سرتېرو برید وکړي؛ نو بېرته به سخت ځواب سره مخ شي.
دغه راز تر دې وړاندې امریکا هم د خپلو سرتېرو د خوندي ایستلو په موخه په سیمه کې B52  الوتکې ځای پر ځای کړي دي.
د یاودنې وړ ده، چې طالبان د کندهار پر هوايي ډګر تر برید وروسته د امریکايي ځواکونو له سختد بریتانیا د بحري ځواکونو قومندان رادکین له ټایمز خبرپاڼې سره په تازه مرکې کې ویلي، چې له افغانستان څخه د خپلو او امریکایي سرتېرو د خوندي ایستلو په موخه به خپلې جنګي الوتکې راولېږي.
نوموړي ویلي، چې یادې الوتکې به د هند په نیمه وچې کې ځای پر ځای شي او که چېرته د طالبانو له لوري له بریدونو سره مخ شي؛ نو ځوابیه دفاع به ولري.
برېټانیا په افغانستان کې ۷۰۰ سرتیري لري؛ خو د جنګي الوتکو په رالېږلو سره به یې افغانستان کې لومړی جنګي ماموریت وي.
رادکین ویلي، چې که چېرته طالبان د دوی پر سرتېرو برید وکړي؛ نو بېرته به سخت ځواب سره مخ شي.
دغه راز تر دې وړاندې امریکا هم د خپلو سرتېرو د خوندي ایستلو په موخه په سیمه کې B52  الوتکې ځای پر ځای کړي دي.
د یاودنې وړ ده، چې طالبان د کندهار پر هوايي ډګر تر برید وروسته د امریکايي ځواکونو له سخت غبرګونو سره مخ شول. غبرګونو سره مخ شول.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement