پوسټ کوډ ۲۳۴۹۳۸
نیټه خپرول: يکشنبه ۹ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۰:۵۷

له طالبانو سره خپل منځې خبرې بیا پیلیږي

د ملي مصالحې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان مذاکراتي پلاوي له غړو سره کتلي.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ډېر ژر به د افغان مذاکراتي ټیم او طالبانو ترمنځ په دوحه کې خبرې پیل شي.

عبدالله عبدالله زیاته کړې، چې افغان پلاوی به ډېر ژر بېرته دوحې ته ستون شي او هلته به دواړه لوري د سولې په ټپه ولاړ مذاکرات پیل کړي.

نوموړې په داسې وخت کې د سولې خبرو د بیا پیل خبره کوي، چې په کور دننه جګړه تر بل هر وخت تېزه شوې، افغان ځواکونه او طالبان دواړه یو د بل پر وړاندې د جګړو په ډګر کې بوخت دي.

باید یاده شي، چې افغان مذاکراتي پلاوي په قطر کې اوږده موده تېره کړه او څو ځله یې دا هم ویلي وو، چې طالبان پر سولې باور نه لري او د یادې ډلې مذاکراتي پلاوي په یوه او بله بهانه د سولې له خبرو تښتي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement