پوسټ کوډ ۲۳۴۷۵۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۰ ۱۵:۳۱

افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

پر طالبانو د بریدونو پر دوام؛ افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له طالبانو سره مخامخ جګړه، پر یادې ډلې عملیات او هوايي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۹۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیا، زابل، کندهار، هرات، بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل، هلمند، بغلان او تخار ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې ۱۶۲ طالبان وژلي او ۱۲۹ نور یې ټپیان کړي دي.
د سرچینې په خبره په همدې موده کې بیا د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ۳۲ کړۍ ماینونه هم افغان ځواکونو له منځه وړي دي.
وروسته له هغې، چې د اختر درې ورځنی اوربند پای ته رسېدلی؛ نو افغان هوايي، دفاعي او امنیتي ځواکونو پر طالبانو سخت عملیات پیل کړي، چې یادې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement