پوسټ کوډ ۲۳۴۲۰۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۰ ۱۳:۱۹

ایمانویل مکرون: مونږ د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو

د فرانسې ولسمشر وایي، چې افغانستان د خپل تاریخ اوږدې جګړې تجربه کړې او اوس اړتیا ده، چې په یاد هېواد کې یوه دایمي سوله او ثبات راشي.

نوموړي په یوه اعلامیه کې کابل کې وروستی برید یو خونړی برید بللی او له ترهــګرو ډلو یې غوښتي، چې په جګړو کې دې د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي.
مکرون همداشان زیاته کړې، چې د جهالت پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغانستان سره اوږه په اوږه دریږي او یاد هېواد کې به د روان بحران د ختمولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.
اعلامیه کې وړاندې دا هم ویل شوي، چې طالبان باید د جګړو پر ځای ژر د سولې خبرو ته راوګرځي او له افغان حکومت سره دایمي اوربند وکړي، ترڅو هلته روانه جګړه پای ته ورسیږي.
مکرون په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې تېره ورځ ایراني استازي ابراهیم طاهریان هم کابل ته په خپل سفر کې د افغانستان دسولې پروسې له ملاتړ ډاډ څرګند کړ او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه یې وکړه

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement