پوسټ کوډ ۲۳۴۲۰۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۰ ۱۲:۱۱

طالب قومندان" توفیق جهادمل" ووژل شو

افغان ځواکونو تېره شپه بدخشان کې عملیات ترسره کړي، چې ۳ طالب جنګیالي یې وژلي دي.

ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات د بدخشان په جرم ولسوالي کې ترسره شوي، چې په پایله کې یې د طالب قومندان" توفیق جهادمل" په ګډون ۳ تنه وژل شوي.
د سرچینې په خبره یادو عملیاتو کې افغان ځواکونه کوم زیان نه لري؛ خو د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات یې هم له منځه وړي.
افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د طالبانو پر وړاندې خپلې جګړې تېزې کړې، چې هره ورځ له ۲۰۰ پورته طالبانو ته مرګ ژوبله اړوي.
تېره ورځ هم په ټول هېواد کې ۱۵۷ طالبان وژل شوي وو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement