پوسټ کوډ ۲۳۴۱۵۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۰ ۱۵:۲۴

افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۶ طالبان ووژل افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۶ طالبان ووژل

د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره مخامخ جګړې او پر یادې ډلې چاڼیز عمیلیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۲۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات د لغمان، کونړ، پکتیا، وردګ، غزني، زابل، هرات، فراه، بلخ، سمنګان، جوزجان، هلمند، نیمروز، تخار، کندز او بغلان ولایتونو  کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۱۵۷ طالبان وژل شوي، ۹۹ ټپیان او ۲۶ نور یې ژوندي نیولي دي.

د سرچینې په خبره په یادو عملیاتو کې د طالبانو له لوري ۹۵ بېلابېل هغه ماینونه هم افغان ځواکونو له منځه وړي، چې د عامو خلکو په لویو لارو کې خښ شوي وو.

باید یاده شي، چې په تېرو دوه اوونیو کې په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو له لوري له ۱۰۰۰ پورته طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې یو شمېر یې القاعده او نور بهرني جنګیالي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement