پوسټ کوډ ۲۳۴۱۴۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۰ ۱۳:۳۸

هایکو ماس: افغانستان سره د جمهوري نظام شتون کې مرستو ته دوام ورکوو

خپلې مرستې تر جمهوري نظام مشروطه وو؛ ځکه، چې افغانستان کې وروستي بریدونو بوږنونکي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي، چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به له افغانستان سره خپلې مرستې مشروطې کړي، چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.
نوموړي ویلي، چې د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته افغانستان کې د مېرمنو او ماشومانو برخه کې شل کلنې لاسته رواړنې باید خوندي پاتې شي؛ ځکه په یادې برخې کې تاوتریخوالی هېڅ د منلو نه دی.
ماس زیاته کړې، چې افغانستان کې طالبانو له اوس مهاله خپلو بریدونو ته زور ورکړی او ملکي وګړو ته یې تلفات اړولي؛ که چېرته حالات تر دې بدتر شي؛ نو خپلې مرستې به پرې کړي.

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم افغانستان کې شته هېوادونو ویلي و، چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته به خپلو مرستو ته له جمهوري نظام سره دوام ورکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement