پوسټ کوډ ۲۳۴۰۶۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۰ ۱۰:۳۰

زابل کې پر مسافر وړونکي بس چادونې ۱۱ تنه مړه کړي، ۲۸ ټپیان دي

د کابل – کندهار پر لویه لار پر یوه مسافر وړونکي بس د ماین په چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه تیره شپه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په «مسکان کمپ» سیمه کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بلخوا ځايي چارواکي وايي چې مسافر وړونکی بس له کابل څخه کندهار ته د تګ په حال کې وو چې له پېښي سره مخ شوی.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه د کلات مرکزي روغتون ته لېږدل شوي چي د ۹ تنو خپلوان يې ندي معلوم.

نوموړي زیاته کړه:"له بده مرغه د شهرصفا ولسوالۍ د پل سوخته په سیمه کې پر یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي بس د سړک د غاړي ۲ ماینونو چاودنې کړي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه پکښې وژل شوي او ۲۵ تنه نور پکښي ټپیان شوي، ټپیان ټول د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د وژل شویو کسانو جسدونه چې د ۹ تنو خپلوان يې ندي معلوم د کلات و روغتون ته انتقال شوي."

د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي وايي چې ماینونه د وسله والو طالبانو له لوري د کابل – کندهار پر لار تازه ځای پر ځای شوی وو.

صمیمي زیاته کړه: "د شپې ۱۲ بجې د کابل – کندهار پر لویه لار د وسله والو طالبانو لخوا وسایطو ضد ماین پر یوه ۴۰۴ مسافر وړونکD بس چاودنه کړې چې له پېښې سره سم مرسته کوونکي ټيمونه د پېښې ځای ته رسیدلي او ټپیان يې روغتون ته انتقال کړي."

بلي خواته په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون مسئولین وايي چې په ټپیانو کې د ځينو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د روغتون نوکریوال ډاکټران وايي چې د شپې تر ۳ بجو پوري د پېښې ټول ټپیان روغتون ته را رسول شوي چي د یو شمېر ټپي ماشومانو خپلوان هم ندي معلوم.

په کندهار کې د مسافر وړونکو بسانو اتحادیه وايي چې د میرویس نیکه ټرانسپورتي شرکت اړوند مسافر وړونکی بس له کابل څخه د کندهار پر لوري د تګ په حال کې وو چې د پېښې سره مخ شوی.

د نوموړي اتحاديې غړي حاجي اغا جان امریکا غږ ته وويل چې یاد بس له کابل څخه ماپښين مهال سفر پيل کړي وو چې تر ۹ ساعته منزل وروسته له پېښې سره مخ شوی.

ده وويل: "د ټرانسپورتي اتحاديې د معلوماتو له مخې یاد مسافر د کندهار په ګډون د اروزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایت اوسیدونکي ښودل کیږي چي پرون ماپښين يې له کابل څخه سفر را شروع کړی وو او تيره شپه څه باندي ۱۲ بجې د شهرصفا ولسوالۍ په فولاد ګي سیمه کې په یوه خامه لار کې پرې چاودنه شوې."

د کابل – کندهار لویه لار په هیواد کې یوه تر ټولو نا امنه لارو څخه بلل کیږي چې مسافر پرې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

سره له دې چې امنیتي چارواکي په پېښه کې وسله وال طالبان ګرم ګڼي، خو خپله وسله والو طالبانو پدې باب رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement