پوسټ کوډ ۲۳۴۰۴۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰ ۱۶:۰۶

امریکا د افغانستان د څارلو لپاره سیمه کې پوځي اډې جوړوي

وال سټریټ ژورنال د یو شمېر باوري سرچینو له مخې ویلي، چې امریکا به د افغانستان د وضیعت څارلو په موخه سیمه کې پوځي اډې جوړې کړي.

د یاد ژورنال په خبره، چې امریکا غواړي د افغانستان وضیعت څارولو، له یاد هېواد سره د پوځي مرستو او همداشان افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه په تاجکستان او یا هم ازبکستان کې خپل سرتیري او الوتکې ځای پر ځای کړي؛ خو که د ځینو مشکلاتو له مخې په یادو هېوادونو کې اډې جوړې نه شوې؛ نو امریکا به خلیجي هېوادونو او خپلو نظامي بېړیو کې به په دې موخه فکر وکړي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر امریکايي لوړ پوړو نظامي چارواکو ویلي وو، چې امریکا به د سرتېرو له حضور پرته هم په یاد هېواد کې ترهګرې ډلې وځپي.

په سیمه کې د امریکا د نظامي اډو خبره په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دوه اوونۍ وړاندې القاعده ډلې د امریکا پر وړاندې د نوې جګړې اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ، چې تر هغې به د یاد هېواد پر وړاندې خپلو جګړو ته دوام ورکوي؛ تر څو امریکايي سرتیري له ټولو اسلامي هېوادونو نه وي بهر شوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement