پوسټ کوډ ۲۳۴۰۲۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰ ۱۳:۱۵

اشرف غني: برچي کې د چادونې مسوولین طالبان دي

افغان ځواکونه باید خپلو عملیاتو ته د طالبانو پر وړاندې زور ورکړي، ترڅو د ملکي وژنو څخه مخنیوی وشي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني برچي کې د تېرې ورځې برید مسوولین طالبان ګڼلي او امنیتي و دفاعي ځواکونو ته یې د طالبانو پر وړاندې د جدي اقداماتو امر ورکړی.

نوموړي ویلي، چې طالبان د تاوتریخوالي کچې په لوړولو سره د سولې شته فرصت له لاسه ورکوي.

غني ویلي، چې داسې بریدونه د بشري حقونو خلاف عمل دی، باید افغان ځواکونه دوی ته سخت ځواب ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د کابل برچي کې د انجونو پر دولتي ښوونځي سیدالشهدا باندې برید شوی، چې تر ۵۰ ډېرئ کسان پکې وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپيان دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement