پوسټ کوډ ۲۳۴۰۲۳
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰ ۱۳:۰۶

القاعده غړی علاوالدین مروت مشهور په مارخور، بغلان کې ووژل شو

که څه هم طالبانو؛ له امریکا سره د دوحې د سولې تړون کې ژمنه کړې وه، چې؛ له خپلو جنګي لیکو به د القاعده او نورو جنګي ډلو غړي باسي او دوی سره به اړیکې قطع کوي؛ خو عمل کې هیڅ هم نه دي تر سره شوي، تېرو څو میاشتو کې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده مسؤل او معاون یې د طالبان منځ کې ووژل شول.

همدارنګه د ځانګړو ځواکونو قول اردو تېره ورځ د چاڼیزو عملیاتو ترڅ کې د هلمند مختلفو ولسوالیو کې د القاعده ډلې ۲۵ غړي وژلي و.

د طالبانو د رد د ادعا تر څنګ دا دی نن یو ځل بیا د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د القاعده د غړي او طالب سرګروپ علاوالدین مروت، چې په مارخور مشهور و د افغانستان په بغلان ولایت کې دوه ورځې وړاندې ټپي شوی و، چې پاکستان کې د درملنې پر مهال مړ شوی او جنازه یې تر سره کړه یو ځل بیا په ډاګه کوي، چې طالبان یو منظم او مشخص هدف لرونکی تحریک نه دی؛ بلکې یوه قراردادي جنګي ډله ده، چې افغانستان کې د سیمې او نړۍ نیابتي جګړه مخکې وړی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement