پوسټ کوډ ۲۳۴۰۱۹
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰ ۱۲:۳۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: کابل کې د تېرې ورځ چاودنه بشر ضد جنایت دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کابل ښار دشتي برچي سیمه کې د یو ښوونځي مخې ته شوې برید غندلی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل د تېرې ورځې برید وحشیانه او بشر ضد جنایت دی.
اعلامیه کې دغه راز د شهید شویو کسانو کورنیو ته تسلیت او ټپیانو د عاجلې شفا غوښتلو ترڅنګ د ورته بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه هم شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ټینګار کړی، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په هر ډول حالاتو کې به ورسره اوږه په اوږه ولاړ وي.
تېر ماښام د کابل ښار په دشتي برچي کې د سید الشهدا ښوونځي مخې ته چاودنه شوې وه، چې په کې ۵۵ زده کوونکي شهیدان او له سلو ډېر ټپیان دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement