پوسټ کوډ ۲۳۴۰۱۴
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰ ۱۱:۱۹

غزني کې درې پاکستاني ترهګر ووژل شول

افغان ځواکونو د غزني ښار په شالیز سیمه کې پر طالبانو برید کړی، چې په پایله کې یې یاده سیمه له طالبانو څخه پاکه کړې ده.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د غزني ښار په شالیز سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د دریو پاکستاني طالبانو په ګډون ۱۸ تنه وژلي او ۱۵ نور ټپیان یې کړي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې دغه راز افغان ځواکونو په یادو عملیاتو کې د طالبانو پټنځای هم له منځه وړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، افغان ځواکونو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبله اړولو تر څنګ د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.
باید یاده شي، چې افغان ځواکونو تېره شپه د غزني په «ارزوی کلان» سیمه کې طالبان محاصره کړي و، چې دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement