پوسټ کوډ ۲۳۳۹۵۹
نیټه خپرول: شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۰ ۱۱:۳۸

کاپیسا کې د یو کور د خونې چت لوېدو پېښه کې ۷ تنه مړه شوي

د کاپیسا ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د باران اورېدو وروسته د یوه کور د چت لوېدلی چې له امله یې د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري نن شنبه مۍ اتمه (غوايي ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په (زنده خېل) کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل په مړوو کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.

د کاپیسا د والي ویاند زیاتوي چې د روان پسرلي په اوږدو کې دغه وروښت بیساری و او حکومت په دې اړه خلکو ته مخکې له مخکې خبرداری ورکړی دی.

له دې مخکې د کاپیسا په کوهبند ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له امله ۱۱ تنو خپل ځان له لاسه ورکړی و.

تېره ورځ د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ځينو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو را وتلو خبرداری ورکړ.

په همدې حال پېښو ته د رسېدلو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په تېرو ورځو کې په ۲۵ ولایتونو کې د باران ورېدو او سیلابونو بهېدو له امله ۶۶ تنو خپل ځان له لاسه ورکړې او ۲۵ تنه نور لادرکه دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement