پوسټ کوډ ۲۳۳۹۵۸
نیټه خپرول: شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۰ ۱۰:۵۰

خلیلزاد: که طالبان سوله غوره نه کړي له جمهوریت نه به ملاتړ وکړو

د افغان سولې لپاره د امریکا د امریکا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که وسله وال طالبان سوله غوره نه کړي نو د امریکا او اروپا د اجماع په اساس به له جمهوریت ملاتړ وکړي.

زلمي خلیلزاد کابل او تاشکند ته تر سفر وروسته پرون جمعه د مۍ اوومه (غوايي ۱۷) په برلین کې د افغان سولې په اړه د امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، فرانسې، ناټو، ایټالیا، ناروې او بریتانې په غونډه کې هم ګډون کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي.

"که چیري طالبان سوله غوره نه کړي د رامنځته شوي اجماع په اساس به موږ په راتلوونکي د هغه افغانانو ترڅنګ ودریږو چې د جمهوریت د ساتنې لپاره هڅې کوي، د جمهوري ریاست سیاسي یووالي اړین دی."

 

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د افغان سولې په اړه یوه نړیوال اجماع رامنځته شوې ده چې په خبره یې د خبرو اترو له لارې د توافق او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو ملاتړ کوي او د نظامي لارې د واک ته رسېدو سره مخالفت کوي.

نوموړي زیاته کړې چې په جګړې کې د ښکېلو اړخونو ټول مشران باید له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید مذاکرات وکړي.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په هلمند، بغلان، لغمان، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

د افغان سولې په اړه امریکا او اروپا اعلامیه

بلخوا د افغان سولې په اړه د امریکا او اروپا په ګډې اعلامیې کې د طالبانو لخوا د زور له لارې د واک ته رسېدو سره مخالفت شوی او مذاکراتو له لارې د سیاسي توافق پر رامنځته کېدو باندې ټینګار شوی دی.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۵۳۱ قطعه نامې ملاتړ کړی چې د پوځې لارې په دغه هیواد کې د واک ته رسېدو سره مخالفت کوي.

د امریکا او اروپا په غونډه کې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي غندنه شوې او له ښکېلو لورو یې د تاوتریخوالي کمولو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ښکېل لوري باید د سیاسي توافق د جوړجاړي لپاره هڅې زیاتې کړي.

د غونډې ګډونوالو پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې خپل پسرلني عملیات بند کړي او تر څنګ دې پر ملکي کورونو، روغتونونو او ښوونځیو له بریدونو څخه ډډه وکړي.

د افغان سولې په اړه د امریکا او اروپا په غونډه کې همدارنګه د افغان سرتیرو پر ملاتړ هم ټینګار شوی دی.

د ناستې ګډونوالو له افغان حکومت څخه هم د فساد پر وړاندې د مبارزې او د ښې حکومتوالۍ رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده. دوی همدارنګه ټینګار کړی چې پراخ فساد به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې ټکنۍ کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement