پوسټ کوډ ۲۳۳۹۵۶
نیټه خپرول: شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۰ ۱۰:۳۹

لوګر کې" ملا فاتح کلنګاری" ووژل شول

افغان کومانډو ځواکونو تېره ورځ د نورو افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه په لوګر ولایت کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د طالبانو د سرګروپ "ملا فاتح کلنګاري" په ګډون ۴ طالبان وژل شوي او ۳ نور یې مرګوني ټپیان دي.

د ځانګړو کمانډو ځواکونو قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات د لوګر مرکز اړوند کلنګاري سیمه کې رامنځته شوي.
ویل کیږي، چې ملافاتح د طالبانو هغه سرګروپ و، چې عامو خلکو ته به یې درنې جزا ګانې ورکولې.
باید یاده شي، چې افغان ځواکونو د خپلو هوایي قواوو پر مټ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې خپل چاڼیز عملیات پیل کړي، چې هره ورځ له ټول هېواد څخه د ۲۰۰ په شاوخوا کې طالبانو د وژلو خبر ورکول کیږي.
تېره ورځ هم په ټول هېواد کې ۲۷۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement