پوسټ کوډ ۲۳۳۹۵۲
نیټه خپرول: شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۰ ۱۰:۰۵

حامد کرزی: طالبان دې د پردیو ګټو لپاره افغانان نه وژني

طالبان دې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو پر ځای د سولې خبرې چټکې کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان دې له جګړې لاس واخلي او د پاکستان د ګتو لپاره دې افغانان نه وژني.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد کې روان حالت بوږنونکی دی؛ ځکه  یاده جګړه کې یوازې ملکي وګړو ته تلفات اوړي.
کرزي پر طالبانو غږ کړی، چې د ملکي وګړو له وژونو دې لاس په سر شي؛ ځکه دا یو بشري جنایت دی. 
دغه راز کرزي ویلي، چې طالبان دې د سولې خبرې له سره پیل کړي؛ ځکه د جکړې له لارې واک ته رسېدل ناممکنه دي.
باید یاده شي، چې طالبانو یوازې د روژې مبارکه میاشت کې ۶۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه راز په هلمند کې طالبان د ډېری ملکي وګړو له کورونو د خپلو پټنځایونو په توګه کار اخلي، چې ملکي وګړي اړ شوي له یادو سیمو بې ځایه شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement