پوسټ کوډ ۲۳۰۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۰ ۰۹:۲۰

په میدان وردګو ولایت کې داسلامي علو

په  غونډه کې بر دولتي چارواکوسربېره دترکیې دوست هېواد دمساجدو او علماو دانجمن مشر او په امریکا کې داسلامي علومو استاد عبدالله (انپیلې)، دکانونو علمي او څیړنیز مرکز مسولینو او ددې ولایت ۲۰۰ تنو دیني عالمانواو ملاامامانو برخه اخیستې وه.

دولایت والي محمد حلیم فدایي دسولې او امن په اړه هراړخیزه علمي څرګندونې وکړې ویې ویل(( ترڅه نه زیات نن دهېواد هر وګړې داکسیجن نه هم زیات سولې او امنیت ته اړتیا لري او د شته ستونزو ټول قربانیان ټول افغانان دي)) ده زیاته کړه(( حقاني او ریښتني علماء داسلامي او ملي مسولیتونو ته په کتو کولای شي چې په هېواد کې د
دایمې امن او سوله راولي)) همدارنګه ښاغلي فدایي وویل(( افغان علماء باید دپردیو په فتواوو او توشونو باندې خپل هېواد وران نه کړي بلکې دعلمي او تحقیقي څيړنو پراساس دی د وخت مهمو او اړینو مسایلوته دحل لارې چارې ولټوي))

دیني عالم دکتور عبدالله انتپلې داسلامي نړۍ او په ځانګړې ډول دمسلمانانو پر وړاندې په شته ستونزو رڼا واچوله او زیاته یې کړه(( داسلام دین نه غرب او نه شرق دښمن دی بلکې داسلام دین پروړاندې درې ستردښمنان وجود لري چې لومړې جهل او ناپوهۍ ده چې متاسفانه اسلامي امت دخپل دین څخه حقیقي پوهاوې نلري، دویم غربت
او فقر دی چې اسلامي امت دغربت او فقر لاسونه ترټولې نړۍ رسیدلې دی او دریم د مسلمانانو ترمنځ اختلاف او بې اتفاقې ده چې خپله ټوله انرژۍ ددې پرځای چې داسلام پیژندنې او پرمختګ په اړه یې مصرف کړې په خپلو منځوکې دجنګ جګړو او اختلافاتو په موخه یې مصرفوي چې ددې له امله خپل سترمسولیتونه ترې پاتې او دمعاصرې تګنالوژۍ په زمانه کې اوس هم په زړو قوتونو حساب کوي))

همدارنګه ښاغلي دکتورزیاته کړه(( اسلام نړۍ ته داسونو پروسیله خپور شوې اوس چې مسلمانان هرڅه لري متاسفانه بیاهم خپل ځان، مقام او نړۍ نه پیژني)) دکانونو څیړنیز مرکز مسولینو هریو مولوی شمس الحق هاشمزی او مولوی نثار هم په وار سره خپلې مقالې او ویناوې ګډونوالو ته وړاندې کړې چې په اوسني وخت کې دسولې او امن په راوستو کې د دیني علماوو امامانو ونډې ته ځانګړې شوې وی چې پکې په علماوو او امامانو غږ شوې وو چې په دغه حساس وخت کې خپل تاریخي مسولیت اداء او هېواد دناوړه بحران څخه وژغوري.

وروسته ازاد بحث وشوو چې دژورنالیستانو او علماوو پوښتنو ته دښاغلي عبدالله انتپلې لخوا قانع کوونکي او هراړخیزه ځوابونه ورکړل شول.
دکنفرانس په پای کې یو۷ مادیز پریکړه لیک ولوستل شوو چې پکې دامنیت تامین دخت او اسلامي احکامو تطبیق لپاره اړین،نورو انسانانو ته ضرر رسول نامشروع عمل، دسولې او امنیت په رواستوکې دعلماوو سکوت ماتول او د دیني وجیبه اومسولیت له مخې سولې په اړه هراخیزه هلې ځلې کول همدا راز دشته ستونزو دحل په اړه دقومي مشرانو او ټولو هېوادوالو مسولیتونه درکول او بالاخره دحکومت او نړیوالې ټولنې څخه پکې غوښتل شوې وو چې دناامنۍ عوامل او ستونزې دی لمنځه یوسي او دهېوادوالو لپاره دی دامن فضاء برابره کړي ترڅو خپل ژوند په سوکالۍ او امن کې تیرکړي.



شاهدالله شاهد دولایت ویاند

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement